وخت خبري آژانس
ننگر هار ولايت
غوایی 16 مه
سېد عالم کوچى چې په دغه ورځو کې ددرونټې په سيمه کې يې کېږدۍ ولاړې دي وايي زموږ رمې له هررنګه ناروغيو څخه پاکې دي اوچې کله مرض راشي خداى دې ښې کړي ډاکټر به څه وکړي.
احمدګل د درونټې اوسيدونکى بيا وايي دکلينکونو څخه ډاکټران ورځي د يو څاروي پر سر ترې پنځه افغانۍ اخلي او واکسين کوي چې دغه واکسينونه هېڅ تاثير نکوي ځکه چې تېر کال دده دوه غواګانې دتبک د واکسين څخه وروسته هم مړې شوې .
دننګرهار ولايت د کرهڼې او مالدارې رئيس محمد حسين ساپى وايي : (( دوى په ټولو ولسواليو کې کلينيکونه او مسلکي ډاکټران لري چې دخلکو دڅارويو کتنه کوي اوتردرملنې لاندې يې نيسي.))
ساپى وايي افغانستان چې په اصل کې کرهڼيزه او مالدارۍ ولاړ هېواد دى دکلينکونو کمښت په بوديجې پورې تړلى دى نو د بودجې کموالى دوى له ستونزو سره مخ کړي دي .
ده زياته کړه ؛ په لرې پرتو ولسواليو کې يې خلک ترينينګ کړي چې دمالونو دخصي کولو او دځايونو دجوړولو په برخه کې له خلکوسره مرستې کوي.
٥٠ کلن غني اکا چې د ننګرهار سره رود ولسوالۍ اوسيدونکى دى وايي چې د دوې په کلي کې حيواني واکسينونه نه تر سره کيږي ، دولت دې کله ناکله د څارويو د تلفاتو د مخنيوي لپاره د واکسين کمپاين په لاره واچوي .
ډاکټرعثمان چې په درونټه کې شخصي حيواني کلينک لري وايي : ((دوى هغه وخت واکسين کوي چې کله دکوم مرض نښه وليدل شي اويا کوم څوک راشي اوله دوى څخه داړوند واکسين په اړه معلومات وغواړي اويا ترې دواکسين کولو غوښتنه وکړي.))
مياګل د پچيراګام ولسوالۍ اوسيدونکى وايي چې زموږ سيمه له ښار څخه ليرې پرته ده او ډاکټران د واکسين لپاره نه راځي .
ډاکترجهانګير مياخېل د پچير اګام دحېواني کلينک ډاکټر وايي : (( پچير اګام يوه لويه اوغرنيزه سيمه ده دوى ليرې پرتو سيموته رسېده ګي نشي کولى ځکه به خلک ګيله هم کوي خوله ټولو مهمه داده چې همالته په لرې پرتو سيمو کې ورته کلينيک جوړشي ځکه چې مالداري په ليرې سيموکې وي .))
دده په خبره؛ زما په کلينيک کې دغواګانو حمل دخېټې انقباض، انسداد ، دغه راز نورې ناروغۍ چې څارويو ته پيښيږي درملنه کيږي او خلک غوايي او نور څاروي راولي او دوى يې درملنه کوي .
محمد ايوب دخوګياڼو ولسوالۍ اوسېدونکى وايي : (( دکږې سيمې په حېواني کلينک کې ډاکټران شته خو ده ته لايقه نه ښکاري ؛ ځکه ده څو ځله ورته غوايي وروستلي خو بيا هم روغ نه شول او مړه شوه چې ددوى دبې تجربه توب لامل ؤ .))
محمد اجان کوچى بيا دخپلو مېږو په مرض پوهېږي اوټول درمل ورته له ښاره راوړي اومېږوته يې ورکوي هغه وايي چې که چېرې دولت کوچى مېشتو سيموکې کلينکونه جوړ کړي ددوى دمېږو او اوزو تلفات به راکم شي .
خو محمد حسين ساپى وايي چې دکوچيانو ژوند حتماً په يوې ولسوالۍ پورې تړلې وي له هماغه کلينکونو ښه استفاده کولى شي .
اجمير چې خپله غوايي د جلال اباد ښار حيواني کلينک ته دحمل مالومولو لپاره راوړې ؤ وايي ډاکټر راته نسخه وليکله ترڅو درمل ددرملتون څخه راونيسم نو ددولتي کلينک ګټه څه شوه يوازې همدومره چې راته يې وويل چې غوايي حمل نلري اوس يې دشنبې مېلې ته وروړم چې ويې پلورم.
ډاکټر صفى الله بيا وايي چې په کلينک کې که څه وي هغه ورکوو دلته دخلکو حجم زيات دى درمل په تدريجي ډول ورکوو .
خبريال ننګرهار ولايت کې د عامه اړيکې او رسنۍ د ورکشاپ ګډون وال محمد طاهر ساپى