د نورستان ولايت مقام لپاره د ودانۍ او د دغه ولايت ننګراج ولسوالۍ کې د اوبو بريښنا د سيسټم د رغيدو چارې نن د ولايتي بيارغاونې ډلې د١٩٠٠ زره امريکايي ډالرو په مالي لګښت سره پيل شوې .
دغه خبره د نورستان والي تميم نورستاني د وخت خبري آژانس سيمه ييز خبريال ته کړې ده .
تميم نورستاني وايي چې د ولايت ودانۍ پر جوړيدو به ٤٠٠ زره امريکايي ډالره لګښت او د اوبو بريښنا د سيسټم پر رغاولو به ١٥٠٠ زره امريکايي ډالره لګښت راشي .
دى زياتوي چې دغه ودانۍ به ٢٢ خونې ولري چې په پاخه او اساسي ډول به د ولايتي بيا رغاونې ډلې لخوا د شپږو مياشتو په موده کې ورغاول شي .
ده همدا راز وويل چې د ننګراج ولسوالۍ کې د اوبو بريښنا د سيسټم چې ٨٠٠ کيلو واټه انرژي توليدوي په فعاليدو سره به يې د سيمې لس زره کورنيو ته د بريښنا آسانتياوې برابرې شي .
نورستان د هيواد يو له هغو ليرې پرتو ولايتونو څخه دى چې د بيارغاونې چارې پکې لږې او د ناامنۍ له کبله ډيرې نادولتي ټولنې د رغاونې په برخه کې د ورتګ لپاره زړه نه ښه کوي .