Monday May 5, 2008
نورستان کې به د ١٩٠٠ زره ډالرو په لګښت دوه لويې پروژې ورغاول شي 2008-05-05 12:06 وخت خبري آژانس
نورستان – ننګراج
د غوايي ١٦ مه
د نورستان ولايت مقام لپاره د ودانۍ او د دغه ولايت ننګراج ولسوالۍ کې د اوبو بريښنا د سيسټم د رغيدو چارې نن د ولايتي بيارغاونې ډلې د١٩٠٠ زره امريکايي ډالرو په مالي لګښت سره پيل شوې .
دغه خبره د نورستان والي تميم نورستاني د وخت خبري آژانس سيمه ييز خبريال ته کړې ده .
تميم نورستاني وايي چې د ولايت ودانۍ پر جوړيدو به ٤٠٠ زره امريکايي ډالره لګښت او د اوبو بريښنا د سيسټم پر رغاولو به ١٥٠٠ زره امريکايي ډالره لګښت راشي .
دى زياتوي چې دغه ودانۍ به ٢٢ خونې ولري چې په پاخه او اساسي ډول به د ولايتي بيا رغاونې ډلې لخوا د شپږو مياشتو په موده کې ورغاول شي .
ده همدا راز وويل چې د ننګراج ولسوالۍ کې د اوبو بريښنا د سيسټم چې ٨٠٠ کيلو واټه انرژي توليدوي په فعاليدو سره به يې د سيمې لس زره کورنيو ته د بريښنا آسانتياوې برابرې شي .
نورستان د هيواد يو له هغو ليرې پرتو ولايتونو څخه دى چې د بيارغاونې چارې پکې لږې او د ناامنۍ له کبله ډيرې نادولتي ټولنې د رغاونې په برخه کې د ورتګ لپاره زړه نه ښه کوي .
خبريال : طاهر ساپي
اديټر : صديقي
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 74
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : مقام اول مسابقه حسن قرائت قرآن کریم دربامیان را يک دختر کسب نمود 2008-05-05 14:55 نورستان کې به د ١٩٠٠ زره ډالرو په لګښت دوه لويې پروژې ورغاول شي 2008-05-05 12:06 تصادم دوعراده موتردرولايت غزنۍ دوتن مجروع بجا گذاشت 2008-05-04 17:21 ننګرهارکې ٢٦تنه بنديان له بندڅخه آزادشول 2008-05-04 17:18 از انتقال 9 موتر حامل آهن و وسایط زره دار به خارج کشور جلوگیری شد 2008-05-04 17:14 يک افسر قوماندانۍ امنيه ولايت غزنۍ به قتل رسيد 2008-05-04 16:42 مکتب متوسطه اوف ملک به بهره برداری سپرده شد 2008-05-04 16:29 به شمول شش زن، 21 تن از زندان ولایت بلخ رها شدند 2008-05-04 16:16 مسابقات ووشو در ولایت لوگر خاتمه یافت 2008-05-04 15:54 مسابقات جام صلح والیبال با راه اندازی دو مسابقه دیگر پی گیری شد 2008-05-04 15:50