د خوست ولايت صبريو ولسوالۍ پر دوه امنيتي پوستو او د تڼيو ولسوالۍ پريوه پوسته باندې تېره شپه د دولت د وسله والو مخالفينو لخوا بريدونه شوي ؤ چې د هغوې په ادعا دولتي سرتيرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده .
ذبيح الله مجاهد چې د ځان په ختيځ ولايتونو کې د وسله والو طالبانو وياند معرفي کوي وايي چې دابريدونه د دوى جنګياليو لخوا ترسره شوي چې پوليسو ته پکې مرګ ژوبله اووښتې ده .
د سيمې ځايي چاواکي د تېرې شپې بريدونو پخلى کوي او وايي چې پکې سپکې او درنې وسلي کارول شوي دي خو سرتيرو ته پکې مرګ ژوبله نده اوښتې .
همدا راز طالبانو ادعا کړې ده چې تيره ورځ د طالبانو يوي ډلي دخوست په سرحد کې له ناټوسره د ځانګړيو افغان سرتيرو سره په جګړه کې د هغوې دوه سرتيري يي وژلي چې په وسلو او د فلم اخيستو پر کمرو سمبال ؤ .
له بلې خوا وسله وال طالبان دخوست دمرکز اړوند فارم باغ او پکتيا ولايت زرمت ولسوالۍ د مموزيو په سيمو کې دوه تنه شکمن کسان بهرنيو ځواکونو ته دجاسوسۍ په تور وژلي دي .
داسې ويل کيږي چې د دغو کسانو سرونه ترې غوڅ شوي دي خو دطالبانو وياند ذبيح الله مجا هد د سرپريکولو ادعا ردوي او وايي چې د افغانانو سرونه نه غوڅوي ، د دوې د رهبرۍ د پريکړې سره سم يوازې د بهرنيو ځواکونه سرونه به غوڅوي .