يادشوي توكي دپوليسو لخوا دځانگړيو عملياتوپه لړكې ددې ولايت په مرکز لښکرګاه او دنادعلي ولسوالۍ کې د پوليسو لاس ته ورغلي دي .
دهلمند ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمدحسين انډيوال پدې اړه د وخت خبري آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل : (( پدغو عملياتوكې ۱۴۰كيلوگرامه ترياك ترلاسه شوي دي.))
هغه زياته كړه چې پوليسودپنج شنبې ورځې په سهار دنادعلي ولسوالۍ په چاى ميرزا سيمه كې يوه كور باندې د عملياتو په ترڅ کې ۱۰۳ كيلوگرامه ترياك ترلاسه کړل خو دكورخاوندپه تيښته بريالى شوى دى .
له بلې خوا په همدې ورځ پوليسوپه لښكرگاه ښاركې ديوه قاچاق وړونكي له كورڅخه يوه اندازه نيشه يي توكي، وسلې اومهمات ترلاسه كړل .
انډيوال دياد شوي قاچاق وړونكي نوم محمدداود وښود او زياته يې کړه چې د نوموړي کس ورور څو كاله وړاندې د دغه ولايت دنيشه يي توكو د قاچاق ، مخنيوي د ادارې مشر ؤ .
هغه زياته كړه چې دمحمدداود له كورڅخه درى ميله ماشيندار،يو فير آرپي جي راكټ، د راكټ ۱۱مرمى، ۳۵ كيلوگرامه هيرويين ، دوه كيلوگرامه وچ ترياك اويوه اندازه دكلاشينكوف اوثقيل ماشيندارمرمى ترلاسه شوې دي .
دده په ويناچې له همدې كورڅخه يوه عراده لنډكروزر،دوې كرولا اويوه عراده ټوډي موټر پوليس نيولي دي .
نوموړي داهم وويل چې د دغو نيول شويو توکو په تړاو تر دې دمه دوه تنه قاچاق وړونكي هم نيول شوي دي .
هلمند ولايت د هيواد يو له هغو ولايتونو څخه دى چې مخدره توکي پکې ډير موندل کيږي او کوکنار پريمانه پکې کرل کيږي .
خبريال : نعمت الله زهير