Monday April 28, 2008
د صبريو ولسوال له يوې بمي چاودنې روغ ووت 2008-04-28 10:40 وخت خبري آژانس
خوست ولايت
د غوايي ٩ مه
د خوست ولايت د صبريو ولسوال ګل قاسم جهاديار نن سهار له يوې بمي چاودنې هغه مهال روغ رمټ ووت چې د خپل کور خوست ښار نه د صبريو ولسوالۍ ته دندې ته د تلو په حال کې ؤ .
نوموړي دغه خبره نن د وخت خبري آژانس له سيمه ييز خبريال سره کړې ده او زياتوي چې دى دخوست له ښار څخه خپلې دندې ته د تلو په حال کې ؤ چې د يعقوبيو په ښارګوټي کې د ده پرسورلۍ وړونکي موټر پسې بمي چاودنه ترسره شوه .
جهاديار وايي چې د ده موټر ته هيڅ زيان نه دى اووښتى خو پده پسې را روان ټکسي موټر ټولې ښيښې ماتې شوې دي .
نوموړى زياتوي چې له نيکه مرغه په ټکسي موټر کې سپرو کسانو ته زيان ځکه نه دى اووښتى چې ماين مخامخ پر هغوى هم نه دى چاوديدلى بلکې په هغو پسې متصل چاودنه شوې ده .
صبرۍ د خوست ولايت له هغو ناکرارو ولسواليو څخه ده چې د افغان او ناټو ځواکونو باندې د بريد ترڅنګ کله ناکله پر قومي مشرانو او دولتي چارواکو هم بمي بريدونه ترسره شوي دي چې په لړ کې يې څه موده وړاندې د سيمې د يو قومي مشر پر موټرباندې چاودنه کې د کورنۍ څو غړي يې وژل شوي ؤ .
خبريال : الهام خوستى
اديټر : صديقي
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 89
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : کندهار کې دسړک جوړونې درې ساتونکي په بمي چاودنه کې ټپيان شول 2008-04-28 13:17 د صبريو ولسوال له يوې بمي چاودنې روغ ووت 2008-04-28 10:40 د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې د توپان په نوم پوځي عمليات پيل شول 2008-04-27 16:00 در مراسم جشن امسال در ولايات ؛ حضور مردم کمرنگ بود 2008-04-27 13:48 زابل کې د ماين چاودنې ٣ تنه ملکي وګړي ووژل 2008-04-27 13:22 د پکتيا وزي ځدراڼ پر امنيتي پوليسو بريد کې دوه سرتيري وژل شوي دي 2008-04-27 12:53 د خوست يو تن لوړ پوړى امنيتي چارواکى د ماين په چاودنه کې ټپي شو 2008-04-27 12:49 طالبانو کنړ کې د يوې چورلکې د راغورځولو ادعا وکړه 2008-04-27 12:28 درتیر اندازی مراسم جشن به ر یِیس جمهور ومقامات دولتی آسیب نرسیده است 2008-04-27 11:45 267 خانواده در جوزجان آرد کمکي بدست آوردند 2008-04-26 17:23