Sunday April 27, 2008
د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې د توپان په نوم پوځي عمليات پيل شول 2008-04-27 16:00 وخت خبري آژانس
پکتيا ولايت
د غوايي اتمه
په سويل لويديځ ولايتونو کې د ٢٠٣ تندر قول اردو وياند ډګروال محمدګل وخت خبري آژانس ته وايي چې د پکتيا ولايت زرمت ولسوالۍ کې يې د توپان په نوم چڼيز عمليات پيل کړي دي .
نوموړى وايي چې دغه عمليات د افغان او ائتلافي ځواکونو لخوا په ګډه پرمخ بيول کيږي چې په وينا يې تر دې دمه پنځه تنه شکمن کسان د دولت له مخالفينو سره د تړاو په تور نيولي دي .
تر دې دمه وسله والو طالبانو لا څه نه دي ويلي ؛ خو د دې ډلې يو تن وياند ذبيح الله مجاهد بيا ادعا کړې چې د ګرديز ښار او زرمت ولسوالۍ تر منځ د چاوڼۍ په سيمه کې يې د ناټو ځواکونو يو پوځي موټر پر بم الوزولى او پکې سپاره ټول کسان يې وژلي دي .
ډګروال محمدګل د نوموړې چاودنې پخلى کوي خو وايي چې چاته پکې زيان ندى اووښتى .
د يو بل خبر له مخې د پکتيکا ولايت جاني خيلو ولسوالۍ کې يو تن د بم په چاودنه کې ووژل شو .
د پکتيکا والي وياند غمى خان د نوموړې پيښې د پخلي ترڅنګ وايي چې دغه کس غوښتل چې په سيمه کې يو بم ځاى پر ځاى کړي چې بم پرې چاوديدلى دى .
غمى خان وايي چې په چاودنه کې يوازې بم ايښودونکى وژل شوى بل چاته پکې زيان نه دى اووښتى .
خبريال : الهام خوستى
اديټر : صديقي
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 86
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې د توپان په نوم پوځي عمليات پيل شول 2008-04-27 16:00 در مراسم جشن امسال در ولايات ؛ حضور مردم کمرنگ بود 2008-04-27 13:48 زابل کې د ماين چاودنې ٣ تنه ملکي وګړي ووژل 2008-04-27 13:22 د پکتيا وزي ځدراڼ پر امنيتي پوليسو بريد کې دوه سرتيري وژل شوي دي 2008-04-27 12:53 د خوست يو تن لوړ پوړى امنيتي چارواکى د ماين په چاودنه کې ټپي شو 2008-04-27 12:49 طالبانو کنړ کې د يوې چورلکې د راغورځولو ادعا وکړه 2008-04-27 12:28 درتیر اندازی مراسم جشن به ر یِیس جمهور ومقامات دولتی آسیب نرسیده است 2008-04-27 11:45 267 خانواده در جوزجان آرد کمکي بدست آوردند 2008-04-26 17:23 زابل خلک : دويته رغاول شوى سړک په لنډه موده کې بيرته نړيدلى دى 2008-04-26 17:18 مسابقات والیبال تحت نام جام صلح دربادغیس آغاز گردید 2008-04-26 16:38