ننګرهار ولايت په مومند درې ولسوالۍ کې د ايمل خان بابا د عالي لېسې بنسټ ډبره د ننګرهار دپوهنې رئيس محمد اقبال عزيزي له خوآ کېښودل شوه .
دغه ودانۍ د ننګرهار ولايت کليواوپراختيا رياست لخوا د ٢٨٠٠٠٠ امريکايي ډالرو په مالي لکښت جوړيږي .
ياده شوې ليسه چې ١٦ درسي او ٨ اداري خونې لري په ٥ جريبه ځمکه کې جوړيږي چې نوموړې ليسه به د ٣ زره زده کونکو ظرفيت ولري .
د دغې ليسې لومړۍ ودانۍ د جلاآباد تورخم سړک په نقشه کې راغلې وه چې وروسته لمينځه ولاړه .
په دې سيمه کې د ډېر نفوس له امله د يوې نوې ليسې ودانولو ته اړتيا ليدل کيده .
دا مهال په ننګرهار کې ٤٠٠ ښونځي دي چې پکې ٥٠٠ زره زده کونکي په زده کړه بوخت دي .
اډيټ : وخت خبري آژانس