وخت خبري آژانس
ننګرهارولايت
دوري ١٧مه
نوموړى زياتوي :(( دلمړي ځل لپاره دپوهنې وزارت لخوا د ننګرهار ولايت د پوهنې رياست سره د ١٦ تختې پروجکتورونو مرسته وشوه .))
دده په وينا دغه پروجکتورونه چې پرمختللي دي هر يو يې ٤٠٠٠ امريکايې ډالره ارزښت لري اودننګرهار ولايت مرکز جلال آباد ښار ١٦ هغو ليسوته چې لابراتوارونه ولري ورکول کيږي .
هغه زياتوي چې دپوهنې رېاست دننګرهار پوهنتون سره د١٠زره امريکايي ډالرو په ارزښت ديوه پروجکتور او٢٠٠ ټوکو علمي کتابونو مرسته وکړه .
دا پداسې حال کې ده چې د هيواد په مرکز کې ډيرى ليسې د تعمير له نشتون له ستونزو سره مخ دي او زده کوونکي په خيمو کې زده کړه تر لاسه کوي .
خبريال : طاهر ساپى