د کندهار ولايت ميوند ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او په سيمه کې د کوکنارو د اړولو د کمپاين د ځواکونو تر مينځ نن نښته شوې ده .
د وسله والو طالبانو يو تن سيمه ييز قوماندان مولوي حمدالله په يوه تيلفوني اړيکه کې وخت خبريال ته ويلي چې تېره ورځ د مشکي په سيمه کې د دوې جنګياليو د سيمې د خلکو په ملاتړ د کوکنارو د اړولو د کمپاين پر سرتېرو بريد کړې او درې سرتيري يې وژلي او څلور نور يې ټپيان کړي دي .
د ميوند ولسوال سيف الله ايمن د نښتې پخلى کوي او زياتوي چې په نښته کې يو طالب مړ او دوه تنه نور ټپيان شوي دي .
نوموړى وايي چې دولتي سرتيرو ته په نښته کې د سرزيان نه دې اووښتى .
ايمن وايي چې اوس هم په سيمه کې د کوکنارو د اړولو کمپاين روان دې او هره ورځ تر ٣٠٠ جريبه پورې ځمکه د کوکنارو له بوټو پاکيږي .
ده زياته کړه چې تر دې دمه يې له ٣٠٠٠ جريبو زياته ځمکه د کوکنارو له بوټو څخه پاکه شوې ده .
له بلې خوا تېره اونۍ د کندهار والي اسدالله خالد د دامان ولسوالۍ کې د کوکنارو د اړولو پروګرام بريالى بللى او ويلي يې دي چې تر دې دمه پدغه ولسوالۍ کې ٣٧٥٠ جريبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې ده .
د يادونې وړ ده چې دا مهال د کندهار له ١٣ ولسواليو نه په ٨ ولسواليو کې د کوکنارو د کښت د اړولو کمپاين په لاره اچول شوې دى .
اډيټر : صديقي