سایت خبری وخت
Wednesday April 2, 2008

خوست کې درې کانتينر بار لارې د وسله والو تربريد لاندې راغلې 2008-04-02 15:56
وخت خبري آژانس
د خوست ولايت
د وري ١٤ مه
 

د خوست ولايت صبريو ولسوالۍ کې تيره ورځ پر هغو دريېو کانتينر بار موټرونو چې د دغې ولسوالۍ زمبر سيمې کې جوړيدونکي د افغان او ناټو ځواکونو ګډ مرکز ته يې ساختماني توکي ليږدول بريد شوې دې .

دغه خبره د صبريو ولسوال لطف الله بابکرخيل د وخت سيمه ييز خبريال ته کړې ده.

نوموړي زياته کړه چې تېره ورځ پر هغو کانتينر بار موټرونو باندې د صبريو ولسوالۍ مکتب ښارګوټي ته څيرمه بريد شوې چې ساختماني توکي يې په زمبرسيمه کې جوړيدونکي پوځي مرکز ته ليږدول .

بابکرخيل وايي چې په بريد کې يوازې يو موټر له مينځه تللې دې او دوه نور موټر روغ وتلي دي .

د يادونې وړ ده چې د تېرې مياشتې په اوږدو کې دا دريېم بريد دې چې پوځي مرکز ته د ساختماني توکو پر ليږدوونکو موټرونو باندې تر سره کيږي .

د يو بل خبر له مخې تېره ورځ د خوست ولايت تڼيو ولسوالۍ کې ٣ تنه شکمن کسان د دولت له وسله والو مخالفينو سره د تړاو په تور نيول شوي دي .

 
خبريال : الهامخوستى
اډيټر    : صديقي  



پرینت گرفته شده از :
http://www.wakht.com/latest_news/003374.php