Tuesday April 1, 2008
ننګرهار کې د ابرار خيريه ټولنې معيوبينو ته ٢١ عرادې بايسکلونه ورکړل 2008-04-01 12:51 وخت خبري آژانس
د ننګرهار ولايت
د وري ١٣ مه
د ننګرهار ولايت پر معيوبينو باندې د ابرار خيريه ټولنې لخوا ٢١ عرادې بايسکلونه وويشل شول .
د ابرار خيريه ټولنې مشر عبدالبصير د نوموړيو مرستو په اړه د وخت سيمه ييز خبريال ته وويل : (( د بايسکل ويشلو دغه لړۍ چې له ډيرې مودې راپديخوا پيل شوې په لمړي سر کې دويته د بايسکل چلولو چارې ورښودل کيږي بيا بايسکلونه ورکول کيږي . ))
نوموړى وايي چې موږ هره مياشت ٢١ عرادې بايسکلونه پر معيوبينو ويشو ،
چې نن مو هم ٢١ معيوبينو ته د بايسکلونو مرسته وکړه .
د ابرار خيريه ټولنې مشر همدغه راز وايي چې په نظر کې لرو تر څو د روان کال تر پايه ٣٦٠ عرادې بايسکلونه معيوبينو ته ورکړو .
نوموړي همدا راز زياته کړه چې سږ کال دوې په نظر کې لري چې ٧٥٠ تنو نجونو او هلکانو ته د حرفوي زده کړو لکه د غالۍ اوبدلو ، غاړې ګنډلو ، خياطۍ ، نجارۍ او نورو برخو کورسونه په لاره واچوي .
د ابرار خيريه ټولنه چې له ١٩٩٢ م کال راپديخوا په کار بوخته ده چې تر دې دمه يې له ٥٦٠٠ تنو معيوبينو سره د ډول ، ډول بايسکلونو مرسته کړې ده .
خبريال : طاهر ساپى
اډيټر : صديقى
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 86
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : یک قوماندان محلی در بدخشان سه پولیس پوسته را به قتل رساند 2008-04-01 13:44 ننګرهار کې د ابرار خيريه ټولنې معيوبينو ته ٢١ عرادې بايسکلونه ورکړل 2008-04-01 12:51 د ننګرهار سرحدي لوا ١٣ ميله سپکه او درنه وسله ډاياک ته وسپارله 2008-04-01 12:23 ٧٩ در صدقربانيان واقعات توبرکلوز در افغانستان جوانان اند 2008-03-31 16:53 جلسه مستوفیان ولایت کشور با روسای گمرکات تدویر یافت 2008-03-31 16:43 طالبان طي ٢٤ ساعت گذ شته بالاى سه ولسوالي عزني حمله نمودند 2008-03-31 16:39 انجمن ارگان ملي افغانستان در ولايت غزني شروع به فعاليت نمود 2008-03-31 16:35 په هلمندكې برطانوي ځواكونودرى تنه دچاودنې په تورونيول 2008-03-31 16:32 در غزني ٢٠ تن دربخش هاۍ منجمنت و اد اره ارتقاع ظرفيت ديدند 2008-03-31 16:01 وزارت دفاع ادعای کشتن 10 مخالف دولت رامیکند 2008-03-31 15:56