سایت خبری وخت
Tuesday April 1, 2008

د ننګرهار سرحدي لوا ١٣ ميله سپکه او درنه وسله ډاياک ته وسپارله 2008-04-01 12:23
وخت خبري آژانس
د ننګرهار ولايت
د وري ١٣ مه
 

د ننګرهار ولايت کې د سرحدي لوا چارواکو نن ١٣ ميله درنې او سپکې وسلې د ډاياک کميسيون ته وسپارلې .

په ختيځ زون کې د ډاياک پروګرام مرستيال طاهر احمدزي پدې اړه وخت خبريال ته وويل : (( پدغو وسلو کې چې د سرحدي لوا د منسوبينو لخوا د دغه ولايت له بيلابيلو سيمو څخه تر لاسه شوې وې يو ميل ٨٢ ملي توپ ، يو ٨٢ ملي هاوان ، يو د آر پى ډي توپ او نورې وسلې شاملې دي . ))

نوموړي دا هم وويل چې دغه لړۍ به دوام لري .

دا پداسې حال کې ده چې پدې وروستيو کې د هيواد ځينې سيمې وروسته له هغه چې د وسلو سپارلو پروسه پکې بشپړه شوه د سولې د سيمو او ولسواليو په نوم ونومول شوې ، چې له هغو څخه د ننګرهار په ولايت کې د غني خيلو ولسوالۍ هم څه موده وړاندې د دولت لخوا د سولې د ولسوالۍ په نوم ونومول شو ه .

خبريال : طاهر ساپى
اډيټر    : صديقى
 



پرینت گرفته شده از :
http://www.wakht.com/latest_news/003346.php