د ننګرهار ولايت کې د سرحدي لوا چارواکو نن ١٣ ميله درنې او سپکې وسلې د ډاياک کميسيون ته وسپارلې .
په ختيځ زون کې د ډاياک پروګرام مرستيال طاهر احمدزي پدې اړه وخت خبريال ته وويل : (( پدغو وسلو کې چې د سرحدي لوا د منسوبينو لخوا د دغه ولايت له بيلابيلو سيمو څخه تر لاسه شوې وې يو ميل ٨٢ ملي توپ ، يو ٨٢ ملي هاوان ، يو د آر پى ډي توپ او نورې وسلې شاملې دي . ))
نوموړي دا هم وويل چې دغه لړۍ به دوام لري .
دا پداسې حال کې ده چې پدې وروستيو کې د هيواد ځينې سيمې وروسته له هغه چې د وسلو سپارلو پروسه پکې بشپړه شوه د سولې د سيمو او ولسواليو په نوم ونومول شوې ، چې له هغو څخه د ننګرهار په ولايت کې د غني خيلو ولسوالۍ هم څه موده وړاندې د دولت لخوا د سولې د ولسوالۍ په نوم ونومول شو ه .