Tuesday March 11, 2008
زابل کې ناچاودو توکو دوه ماشومان سخت ټپيان کړل 2008-03-11 14:18 وخت خبري آژانس
د زابل ولايت
د کب ٢١مه
د زابل ولايت شهرصفا ولسوالۍ په ملتني سيمه کې دوه تنه ماشومان هغه مهال ټپيان شول چې د لوبو پر وخت يې تر ځمکې لاندې ناچاودي توکي وچاوديدل .
د زابل ولايت امنيه قوماندان جنرال يعقوب زابلى د پيښې پخلى کوي او زياتوي چې دغه ناچاودي منفلقه مواد د روسانو د وخت پاتې شوني دي .
نوموړي وويل چې دغه راز ډير ناچاودي توکي د زابل ولايت په هغو سيمو کې چې د روسانو د تيري پر وخت د هغوې مرکزونه ؤ ، لا هم پاتې دي .
نوموړى وايي چې د ماين پاکى ټيمونه د امنيت د نشتوالي له کبله دغه سيمې ته نه راځي ، يوازې يو وار د کرزي صايب د مؤقتې ادارې په وخت يو ټيم راغلى ؤ او بس .
د زابل ولايت مرکزي روغتون مشر ډاکټر عبدالقهار سيغاني وخت خبريال ته وويل : (( دغه دواړه ماشومان يې دغه روغتون ته د درملنې لپاره راوستي دي چې د يوه تن روغتيايي حالت د انديښنې وړ دې . ))
زابل له هغو ناکراره ولايتونو څخه دې چې ډيرى دولتي او نادولتي ادارې د امنيت د نشتوالي له کبله د بيا رغاونې په چارو کې ونډه نه اخلي .
خبريال : عبدالله عابد
اډيټر : صديقي
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 28
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : اغاز دو باره نشرات رادیو ترکیه برای افغانستان 2008-03-11 15:57 مرکز همکار ی انستیتوت پوهنتون بلخ و تکنالوژی آسیایی به کار اغاز نمود 2008-03-11 15:46 تعرض به عقاید مذهبی مردم خلاف قوانین حقوق بشر است 2008-03-11 15:40 دو تن به اتهام قاچاق چرس و جعل کاری گرفتار شدند 2008-03-11 15:38 زابل کې ناچاودو توکو دوه ماشومان سخت ټپيان کړل 2008-03-11 14:18 در شهر کابل 24 کیلوگرام چرس دستگیر شد 2008-03-11 13:57 در فارياب ؛به پيشواز بهار ، ٢٨٢ جريب اراضى هموار وتپه ها سرسبز ميشود2008-03-11 12:36 منسوبان اردوي ملي؛ يک ليسه عالي شهرکابل را کمک نمودند 2008-03-11 12:12 دستگيري ٧تن به ظن دستداستن درفعاليتهاي تخريبي درخوست 2008-03-11 12:00 درگیری بین پولیس واهالی جویباریک کشته ویک مجروح بجاگذاشت 2008-03-11 11:51