Saturday September 5, 2009
دځاځې میدان مشران:که ټاکني ۲ پړاو ته لاړي نو پریکون به اعلان کړي
وخت خبري آژانس
ځاځې میدان ولسوالی – خوست
دوږي ۱۴مه
دخوست ځاځې میدان ولسوالۍ قومي مشرانو نړایواله ټولنه او په افغانستان کې بهرنیان پدې تورن کړه چې، دوی په ټولټاکنو په چارو کې مداخله کوي او د ځانگړیو کړیو دگټو په موخه غواړي ټولټاکني دویم پړاو ته وغزوي.
د سلو په شاوخوا کې قومې مشرانو چې ،نن د خوست شمال ختیځ لورته دځاځی میدان په ولسوالی کې راټول شوي و گواښ وکړ ،که ټاکني دویم پړاو ته وغزیدې نو دوی به پکې گډون نکوي.
دځاځې میدان ولسوالی یو تن قومي مشر سید خان وخت سیمه ییز خبریال ته وویل :(( کچیري ټاکني دویم پړاو ته وغزیږي دوي پکې گډون ونه کړي .))
ځاځې میدان ولسوالی د ډیورڼد پر کرښه پرته د خوست په کچه ترټولو آرامه ولسوالی گڼل کیږي.
دا قومې مشران وایې چې، ټاکنو په ورځ د ټولټاکنو امنیت دوی د قومې اربکیو په مرسته ساتلی دی .
پدې ولسوالی کې ترټولو ډیرو خلکو چې شمیر یې ۲۸ زره تنو ته رسیده په ټاکنو کې برخه اخیستې و.
دځاځې میدان دولسوالی یو تن قومي مشر ولي خان د وخت سیمه ییز خبریال ته وویل چې د ټاکنو د پاڼو د نشتون له امله تر غرمي وروسته د دوی ۶- ۸ زرو پوري وړکسانو په ټاکنو کې گډون ونشو کړای.
دغه راز د ځاځې میدان په ولسوالی کې گڼ شمیر نورو قومي مشرانو هم په خپلو خبرو کې ویل چې د پښتنې سیمو، په ځانگړي ډول د سویل ختیځو سمیو رای د ټاکنو د خپلواک کمېسیون لخوا باطلیږي.
دوي گواښ وکړ، که د دوی غږ ونه اوریدل شو او رای یې پرته له کوم دلیله باطلي شوي ، نو دوی به دراتلونکې دولت سره پریکون اعلان کړي.
تردې وړاندې د خوست په مرکز کې هم قومې مشرانو ورته څرگندوني کړي وي ، په هغه غونډه کې دقومونو دپیوستون شورا مشر ناظم ځډران گواښ کړی و چې که ټاکني دویم پړاو ته وغزیږي نو دوی به پکې گډون ونکړي.
الهام خوستی، په خوست کې دوخت خبریال
ایډیټ: طیب
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 338
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : دځاځې میدان مشران:که ټاکني ۲ پړاو ته لاړي نو پریکون به اعلان کړي ناکامی درعشق، پسرجوان کابلی را به انتحارمجبورساخت بهرني ځواكونه خوست كې۶ تنو شكمنو د نېولو خبر وركړى په هلمند کې پریو کور توغندی راپریوتی، اته تنه یې مړه او ټپیان کړل جشن عروسی ۳۶ زوج جوان در هرات برگزار شد په کندهار کې ترافیکې پیښي ۱۲ تنو ته مرگ ژوبله واړوله یک قاچاقبرشانزده ساله درهرات بازداشت گردید هشتاد تن ازمخالفین دولت به پروسه تحکیم صلح پیوستند حمله انتحاری درغزنی چهارکشته وزخمی برجا گذاشت جنرال مک کریستل:جنگ با مخالفین دولت مشکل ترشده