سایت خبری وخت
Wednesday June 24, 2009

په کرمه ایجنسۍ کې دوو قبيلو تر منځ جگړو کې ۳۱ تنه وژل شوي دي

وخت خبري آژانس
دپیښور ښار
دچنگاښ دریمه

له تېرو لسو ورځو را په دې خوا د سرحد ايالت په کورمه ايجنسۍ کې د پښتنو د دوو قبيلو تر منځ خپل منځي جگړې روانې دي چې ، تراوسه پکې د وژل شويو کسانو شمېره يو دېرش تنو ته رسیږي.

د سيمې يو تن اوسېدنکي عبدالودود وخت خبري اژانس ته وويل چې ،لس ورځې په کورمه ايجنسۍ کې د پښتنو د دوو قبيلو تر منځ د ځمکو د اوبو د خړوبولو په سر نښتي روانې دي.

دده په خبره تېرو نهو ورځو کې په نښتو کې د ښکېلو ډلو په ډزو کې څلورويشت تنه وژل شوي دي .

هغه زیاته کړه په ننیو جگړو کې د اوه تنو نور هم ووژل شول، چې له دې سره د وژل شویو کسانو شمیره يو دېرش تنه رسیږي .

دغه راز هغه وایي په ننیو جگړو کې یولس نور کسان تپیان دي.

دهغه پروینا ،په وژل شويو کسانو کې سپين ږيري ، ماشومان او میرمنې هم شامل دي .

ودود وایې ، نښتو وروسته له هغه زور واخيست چې کله وسله وال طالبان هم له يوې ډلې سره ملګري شول .

دده په خبره دا مهال په نښتو کې ښکېلې ډلې يو پر بل د سپکو او درنو وسلو بريدونه کوي چې زيات زيان پکې د سيمې د اوسېدونکيو کورونو ته اوړي .

ده دمالوماتو له مخې تر دا مهاله پورې په دغو نښتو کې شپږ دېرش کورونه ويجاړ شوي چې په کې لسګونو څاروي تر خاورو لاندې شوي.

په سيمه کې يو تن قومي مشر حاجي دين محمد هم له وخت خبري اژانس سره په خبرو کې شېبه وړاندې دغه نښتې تاييد کړې .

نوموړی وایې ،دغه نښتې د ځمکې د خړوبولو د پاره د اوبو پرسر را مېنځته شوې دي او تر اوسه پکې له داړو غاړو يو دېرش تنه عام وګړي وژل شوي دي .

حاجې دین محمد زیاته کړه ،مونږ وروسته له هغه چې پاکستاني ځواکونو مو خبرو ته غوږ نه نيود سولې په موخه وسله والو طالبانو ته د درېمګړي په توګه واک ورکړ خو هغوی د يوې ډلې په طرف شول د بلې پر ضد يې جګړې ته وهڅول .

دده په خبره اوس هڅې روانې دي تر څو د قومي مشرانو د جرګې له لارې دغه نښتو ته د پاى ټکى کښېږدي .

د يادوونې وړ ده چې کورمه ايجنسۍ يوه له هغو سيمو څخه ده چې تر دې وړاندې د وسله والو طالبانو له مهمو ځايونو څخه شمېرل کېده .

جان اغا سعيد، په پاکستان کې دوخت خبریال
ایډیټ: طیب




پرینت گرفته شده از :
http://www.wakht.com/cat-2/009320.php