Monday June 22, 2009
په ننگرهار ولایت د دوو ښوونځیو لپار نوي ودانې جوړیږي
وخت خبري آژانس
دجلال آباد ښار
دچنگاښ لومړۍ نیټه
په ننگرهار کې دپوهني ریاست چارواکې وایې چې ددغه ولایت دگوشتي او سره رود په ولسوالیو کې به دښوونځیو دوه نوي ودانې په راتلونکو شپږو میاشتو کې جوړي کړې.
دننگرهارد پوهني ریاست ویاند محمد آصف ،وخت خبري آژانس ته وویل چې ،یوه نوي ودانۍ به د ډیورنډ پولي ته څیرمه د گوشتي په ولسوالۍ د زیارت داد په کلي جوړه کړې، چې پر وینا شاوخوا ۶۳ زره امریکايي ډالره لگښت به پري راشي.
نوموړی وایې چې، دغه نوي ودانۍ به دنجونو دیوي متوسطي لپاره په پام کې نیول شوې چې په ترڅ کې به یې ۱۲ سوه نجونو دسرپناه د نلرلو ستونزه حل شي.
هغه زیاتوې دا ودانۍ چې د۸ تدریسي خونو ترڅنگ به ۴ اداري خونې لري، کار به یې په راتلونکو شپږو میاشتو کې بشپړ شي،چې مصارف به یې یونیسف دمؤسسي لخوا ورکړل شي.
دغه راز نوموړی وایې چې د ننگرهار دسره رود په ولسوالې که به دفقرالله په لیسه کې هم دوه نوي بلاکونه جوړ کړې چې، په هر بلاک به یې ۸۵ زره امریکایي ډالره لگښت راشي.
دنوموړی پروینا هر نوي بلاک به د دولس تدریسي خونې ولري،چې مالي لگښت به یې په ننگرهار کې میشت د متحده ایلاتو دولایتي بیاروغاوني د ټيم لخوا ورکول کیږي.
دیادولو وړه ده دفقرالله لیسه چې د ننگرهار دسره رود دولسوالۍ په مرکز موقعیت لري شاوخوا ۴ زره زده کوونکې لري.
ضیاء الرحمان حسرت په ختیځ کې دوخت مسوول او خبریال
ایډیټ : طیب
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 227
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : په ننگرهار ولایت د دوو ښوونځیو لپار نوي ودانې جوړیږي برنامه یک شاگرد ویک لب تاب درکابل راه اندازی شد دربامیان ازروزجهانی محیط زیست تجلیل بعمل آمد مومند ایجنسۍ کې وسلوالو د نجونو یو ښوونځی به پمونو والوزاوه یوناما وحقوق بشرنقش رسانه را درانتخابات مهم خواندند دربامیان یک لیسه دخترانه بدلیل عدم رعایت حجاب مسدود شد په کندهار کې یوه ښوونځي ته اور ورته کړل شو مديرمسوول هفته نامه "آینه روز" مورد لت کوب قرارگرفت کشورهای همسایه درقاچاق آثارتاریخی هرات دست دارند سيمنارخواجه معين الدين چشتي دردهلى جديدبرگزارشد