Monday June 1, 2009
مومند ایجنسۍ کې وسلوالو د نجونو یو ښوونځی به پمونو والوزاوه
وخت خبري اژانس
مومند ایجنسۍ
دغبرگولې ۱۱مه
تېره شپه ناڅرګندو وسلوالو د سرحد ایالت په مومند ایجنسې کې د نجونو یو ښوونځی په چاودېدونکیو توکیو والوزاوه چې، له امله د ښووونځي ودانۍ ته سخت زیان اوښتی او په بشپړه توگه ویجاړه شوې ده.
د سیمې یو تن اوسېدونکي عزت الله وخت خبري اژانس ته وويل چې ،د ښوونځې د الوزولو پر مهال په ښوونځي کې یوازې یو تن د ښوونځې ساتونکی موجودو، نو لدې کبله نورچاته دسر زیان ندی اوښتی .
دده په خبره دښوونځي له الوزولو سره په ښوونځي کې کتابونه ، المارۍ ، مېزونه او او نوري درسي لوازم هم سوځېدلې دي .
عزت الله زیاته کړه د چادونو پر وخت د ښوونځې ساتونکی هم ټپي شوی دی خو روغتيايي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی .
تر دا مهاله پورې کومې ډلې د پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې . خو ځايي چارواکي یي د یو شمېر وسلوالو طالبانو کار بولې .
په سيمه کې یو تن ځایی پولیس خورشید هم له وخت خبري اژانس سره د خبرو پر مهال پېښه تایید کړه، نوموړې زیاته کړه چې،دښوونځي له الوزولو وروسته په سيمه کې امنیتی ګامونه اوچت شوی او ځای پر ځای د موټرو او عامو وګړو پلټنې پیل کړې دي.
جان اغا سعید،په پاکستان کې دوخت مسوول او خبریال
ایډیټ : طیب
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 244
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : مومند ایجنسۍ کې وسلوالو د نجونو یو ښوونځی به پمونو والوزاوه یوناما وحقوق بشرنقش رسانه را درانتخابات مهم خواندند دربامیان یک لیسه دخترانه بدلیل عدم رعایت حجاب مسدود شد په کندهار کې یوه ښوونځي ته اور ورته کړل شو مديرمسوول هفته نامه "آینه روز" مورد لت کوب قرارگرفت کشورهای همسایه درقاچاق آثارتاریخی هرات دست دارند سيمنارخواجه معين الدين چشتي دردهلى جديدبرگزارشد په كندهاركې نن دكانكورامتحان اخيستل كيږي په ننگرهاركې دباچاخان ۲۱تلين ولمانځل شو دربادغیس؛یکباب مکتب به بهره برداری سپرده شد