سایت خبری وخت
Thursday May 28, 2009
په کندهار کې یوه ښوونځي ته اور ورته کړل شو
وخت خبري آژانس
دکندهارښار
دغبرگولې اوومه
نن سهاردپنځه بجو په شاوخوا کې د کندهارولایت دنساجې فابریکې ته څیرمه یوه ښوونځي ته اورورته کړل شوې ،چې له امله دښوونځي دوه تنه ساتونکې سخت ژوبل شوې،اود ښوونځي دننه دقرانکریم په شمول، په سلگونو درسي کتابونه هم سوځیدلې دي.
دکندهارولایت د امنیت آمرډگروال عبدالله خان د پیښي د پخلي ترڅنگ وخت خبري آژانس ته وویل چې په پیښه کې گڼ شمیردرسي کتابونه،اسلامي او ښوونیزکتابونه او دغه راز دقران کریم نسخې هم سوځیدلې دي.
دغه راز هغه وایې هغه دوه تنه ساتونکې چې د وسلوالو لخوا سخت وهل او ټکول شوی و دوی د ټپونو د درملنې لپاره میرویس روغتون ته لیږدول شوي دي.
دکندهار ولایت د پوهني ریاست یو تن چارواکي حاجې نجیب الله احمدې هم د ښوونځی سوځول تاییدکړل.
نوموړې وایي چې ددغه ښوونځی په تحویلخانه کې گڼ شمیر کتابونه سوځیدلې دي.
دډگروال عبدالله خان پروینا، تراوسه پورې یې ددې پیښي په تور څوک ندې نیولې، خوپدې اړه یې پلټنې پیل کړي دي.
دغه راز تراوسه پورې ،ددې پیښي مسئولیت چا پرغاړه ندی اخیستې، او نه هم وسلوالو طالبانو په دې اړه څرگندونې کړي .
د یادونې وړده چې اوس مهال چې د کندهار په ښوونځیو کې د زده کوونکو څخه ازمویني اخیستل کیږي، خو دپوهني ریاست د چارواکیو پروینا، په دغه ولایت کې دسلوپه شاوخوا کې ښوونځې یا تړلې دي اویا د امنیتي ستونزوله امله کله هم ندې پرانستل شوې.
نثارجمال، په جنوبي ولایتونو کې دوخت مسوول او خبریال
ایډیټ: طیب
پرینت گرفته شده از :
http://www.wakht.com/cat-2/008983.php