Thursday January 29, 2009
په ننگرهاركې دباچاخان ۲۱تلين ولمانځل شو وخت خبري اژانس
جلال آباد ننگرهار
دسلواغې ۱۰مه
ياده شوې غونډه د خدايي خدمتګارو فرهنگي ټولنې له لورې د ننګرهار قبايلو چارو رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوه.
په غونډه كې د ننګرهار ولايت پر يو شمېر فرهنګي او علمي څېرو سربېره ددغه ولايت چارواکيو او قومي مشرانو هم برخه اخيستې وه.
غونډې ته استاد محمد آصف صميم، دننگرهار ولايت سلاكار محمد هاشم غمشريك، احمد خان وزيروال اود دخدايى خدمتگار فرهنگي ټولنې مشر شان باچا شينواري وينا وكړه.
د خدايي خدمتګارو دفرهنگي ټولنې مشر شان باچا شينواري وويل ((نن د باچا خان يوويشتم تلين دى چې دننګرهار د فرهنګيانو او دبابا د پلويانو له خوا ولمانځل شو چې ورسره د ولي خان درېيم تلين هم يوځاى ولمانځل شو )).
نوموړي په خپلو خبرو كې دافغانستان دولت نه غوښتنه وكړه: (( دولت بايد د بابا افکار او د بابا ارمانونه ټولو هېوادوالو او ټولو پښتنو ته ورسوي او د باباد ارمانونو او افکارو لپاره دې سمينارونه جوړ کړي.))
هغه زياته كړه، دبابا نظريې دې دکتابونو په شکل ولس ته ورسول شوي او په هېواد کې دې د بابا د نظريو په اړه دې هروخت سيمينارونه او غونډې جوړې شي څو د بابا نظريې او افکار ولس ته ورسيږي.))
استاد ذاهد مشواڼي وويل (( خوښ يو چې په ننګرهار کې د ننګرهار ځوانان او مشران د بابا او د هغه د کورنۍ يو بل سرلاري ولي خان تلين هم لمانځي.))
هغه زياته کړه (( پښتانه بايد د بابا افکار او نظريات مطالعه کړي او دبابا په پلونو پل کېږدي او پر پښتنو ور تپل شوې جګړه دې پاى ته ورسول شي، پښتانه بايد ويښ شي او د پښتنو د يوځاى کېدا لپاره مټې را ونغاړي.))
په غونډې كې نږدې ۲۰۰ تنه برخه اخيستې وه چې په پاى كې يې يو پرېكړه ليك هم ولوستل شو.
په پريكړه ليك كې له دولت او ننگرهار چارواكيو غوښتل شوي وو چې دسره رود دوسركې څلور لارې دې دبابا په نامه ونومول شي.
دهيواد يوه لويه ليسه دې دبابا په نامه شي.
ديادونې وړ ده چې تېر کال هم په ننګرهار کې د باچا خان د تلين ترڅنګ دوه مياشتې وړاندې د باچاخان پر مزار د يوشمېر فرهنګيانو او قومي مشرانو له خوا غونډه وشوه اودبابا پر مزار يې د ګلو ګېډى کېښودې.
خبريال: حسرت او سمون، په ننګرهاركې دوخت خبريالان
اډيټ: طيب
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 339
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : مديرمسوول هفته نامه "آینه روز" مورد لت کوب قرارگرفت کشورهای همسایه درقاچاق آثارتاریخی هرات دست دارند سيمنارخواجه معين الدين چشتي دردهلى جديدبرگزارشد په كندهاركې نن دكانكورامتحان اخيستل كيږي په ننگرهاركې دباچاخان ۲۱تلين ولمانځل شو دربادغیس؛یکباب مکتب به بهره برداری سپرده شد وزارت معارف به اسماء و صفات خداوند(ج)و پيامبر(ص) توهين نموده است آغاز پروگرام تربیه معلمان داخل خدمت در 23 ولایت کشور هلمند کى د ښوونځي دبنسټ ډبره كيښودل شوه انجمن ازاد ژورنالستان در ولايت بغلان افتتاح گرديد