سایت خبری وخت
Saturday January 10, 2009

هلمند کى د ښوونځي دبنسټ ډبره كيښودل شوه
وخت خبرى آژانس
هلمندولايت
مرغومى ٢١مه
 
دهلمندپه لښكرگاه ښاركې ديوه لومړني ښوونځي دبنسټ ډبره ددې ولايت والي محمدگلاب منگل اويوشميرنوروولايتي چارواكوله خوا  كيښودل شوه.
دهلمندوالي محمدگلاب منگل په هغومراسمو کى چى له همدى امله جوړ شوى ؤ وويل چې دې سيمې خلك بايددښوونځيوپه ساتنه كې پوره برخه واخلي ترڅوددوى اولادونه په ښه ډول زده كړې ترسره اوپه بيغمه زړه ښوونځي ته ولاړشي.
 
دهغه په ويناچې هيچاته بايداجازه ورنه كړل شى چې ښوونځي ياتخريب اوياهم بندكړي.
 
دهلمنددپوهنې رئيس شيرآغاصافي دشنبې په ورځ  وخت خبري آژانس ته وويل چې يادښوونځى دكارته لگان دسي ويك په سيمه كې جوړيږى او شپږدرسي دوې اداري خونې اونورملحقات به ولري او د ودانولو په چارو به يى دنړيوال بانك لخوا ۴۸زره امريكايي ډالرولگول شى.
دپوهنى رئيس په خبره چى دغه ښوونځى به په راتلونكوشپږومياشتوكې گټى اخيستنى ته چمتو شى.
 
دده په ويناچې په دې ښوونځي كې له دې مخكې زده كوونكوپه خيموكې زده كړې كولې چې په دې سره به دشاوخوااتلس سوه ښځينه زده كوونكوستونزه هواره شي.
 
ددې ښوونځى يوې تنې زده كوونكې ماريناباركزى په ويناچې مخكې له دې يې په خيموكې زده كړې كولې ، دباران اودوړيا وپرمهال به يې نشوكولاى په ښه توگه زده كړې ترسره كړي.
 هغې وويل چې ددې ودانى په جوړولوسره به دسلگونوتنوزده كوونكودغه ستونزه چې دامهال ورسره لاس اوگريوان وې له مينځه ولاړه شي.
ديادونې وړه ده چې كابوله يوې مياشتې راپه ديخوادهلمندپه مركزلښكرگاه كې دگڼ شميرښوونځيودبنسټ ډبرې كيښودل شوېدى.
خو دورکړل شويو راپورونو له مخى چى دمعارف وزارت لخوا هم منل شويدى دهيواد په جنوب لويديځه حوزه کى د٧٠٠ په شاوخوا کى ښوونځى تړل شوى او يا خوهم دمخالفينو لخوا سوزول شويدى چى دا مهال دسلگونو ښوونکو ترڅنگ چى خپلى دندى يى له لاسه ورکړى په زرگونو زدکوونکى هم له زدکړى لرى پاته شويدى خو داچى دمعارف وزارت ددغى ستونزى اومعضلى دحل په اړه څه کول غواړى که نه روښانه نه ده.
دشنونکو په اند، دهغو زدکوونکو چى اوس مهال يى ښوونځى تړل شوى او يا خو هم سوزول شوى د معارف وزارت دمقاماتو لخوا داشان بى تفاوته پاته کيدل کيداى شى دولت مخالفينو ته ددغو زدکوونکو له ډلى دسرباز گيرى زمينه برابره شى او هغوى ددولت په وړاندى جنگولو ته وهڅوى .
 
خبريال: رحمت الله احساس
ايديت: وخت خبرى آژانس
 
 



پرینت گرفته شده از :
http://www.wakht.com/cat-2/008041.php