دبوستان ورځپاڼې خبريال خپل ژوند له لاسه ورکړ وخت خبري اژانس
کندز
د لړم ٩ مه
دبوستان ورځپاڼې خبريال او کمره مين تېره شپه هغه مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ چې کله دکندز ښار د يوه جومات له بام څخه چې تر رغاونې لاندې ؤ پر ځمکه راپريوت.
دغه خبره دبوستان ورځپاڼې مسئول نعمان د وخت خبري اژانس له سيمه ييز خبريال سره د مرکې پرمهال کړې ده.
نعمان وايي چې محمد صابر د ياد شوې ورځپاڼې تصويراخيستونکى او خبريال تېره ورځ هغه مهال ټپي شو چې کله يې د کندز ښار د مولوى سراج الدين جومات څخه د خبر جوړولو په مقصد عکسونه اخيستل.
د نعمان په خبره ټپي يې روغتون د درملنې لپاره ليږدولى ؤ خو تېره شپه ناوخته يې د ټپونو له امله په روغتون کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
خبريال : بلال
اډيټر : صديقي