دلوگرولايت له مقام سره ددوه بهرنيو مرستندويو ټولنو له خوا نن د١٨ لپټاپ کمپيوټرونو مرسته وشوه.
دلوگر والي وياند جان محمد خالد وخت خبري آژانس سيمه ييز خبريال سره په يوې ځانگړې مرکه کې ويلي چې دغه کمپيوټړونه دامريکا دمتحده ايالاتودخلکو مرستندويه ادارې (USAID) د ښې حکومت دارۍ له برخې لخوا ترسره شوې دي.
نوموړي وويل:((ددغو کمپيوټرونو ټوليز ارزښت پنځه څلويښت زره امريکايي ډالره اټکل شوى دى.))
خالد وايي چې دغه کمپيوټرونه به ددغه ولايت ديوشميرهغو رياستونو په واک کې ورکړل شي چې دامهال ورته ډيرعاجل ضرورت لري.
د ولايت وياند وايي چې د ١٨ ليپ ټاپ کمپيوټرو له جملې څخه شپږد زراعت او مالدارى رياست ته او څلور داقتصاد رياست ته ورکول کيږي.
دده په خبره پاتې کمپيوترونه به هغورياستونوته چې ډيره اړتيا ورته لري په راتلونکي وخت کې ورکړل شي.
دلوگرولايت داقتصاد رئيس سميع الله فياض وخت خبري آژانس ته وويل:((تردې وړاندې زمونږ دفتر روزنيزې چارې دکمپيوټرو د کمبود له امله يوڅه له خنډ سره مخ وې چې ددغو کمپيوټرو په ترلاسه کولو سره به ددغه رياست اداري ستونزې تر ډير بريده راکمې شي.))
همدا راز د ددغه ولايت د زراعت او مالدرۍ رئيس احديار ددغو مرستو دمننې ترڅنګ وويل:((زمونږ مامورين په دفتر کې د اداري کارونو په مخ بيولو کې د کمپوټرو دکمښت له کبله زياتې ستونزې گالي خوبيا هم خپلې ورځنۍاداري چارې په هره توګه پرمخ بيايي.))
ويل کيږي چې دغه مرستې دلوگر دپخواني والي عبدالله وردگ په هڅه او کوښښ سره چې دمرسته کوونکو خيريه ټولنو لخوا ورسره ژمنه شوې وه نن ترسره شوې.