دتيرو څو ورځو را په دېخوا په دهلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ كې دښوونځيودنړولو لړى پيل شوې چې دسيمې اوسيدونكي يې سخت انديښمن كړي دي.
په هلمندكې ځايي چارواكي وايي چې تردې مهاله دوطن ددښمنانوله لوري په دې ولسوالى كې اوه(٧) ښوونځي نړول شوي اودنورو ويجاوړلو هڅې هم روانې دي.
له سيمې څخه ځايي اوسيدونكي وايي چې وسلوال ښوونځي په داسې حال كې نړوي چې بهرني خبريالان ترې عكاسي كوي.
دوسلوالو طالبانو وياندقاري يوسف احمدي چې ځان په جنوب او جنوب لويديځه برخه کې دطالبانو وياند راپيژني وايي چې ښوونځي نه يوازې دامهال ددوى لخوانه دي نړول شوي بلكې وړاندې تردې مخکې هم دوى دښوونځيو په نړولوكې كومه برخه نه ده اخيستې.
دهغه په وينا دولت غواړي په دې تبليغاتوسره د وسلوالو طالبانونوم بدكړي.
خو دهلمنددوالي دكلتوري چارو سلاكارمحمدداود احمدي دپنج شنبې په ورځ په يوه خبري ناسته كې وويل چې وسلوالو تردې مهاله دنادعلي ولسوالى په لوى باغ او سي ويك غربي په سيموكې اوه (٧) دانې ښوونځي نړولي او دنورو ښوونځيو دنړولو لپاره هم دوطن ددښمنانوله لوري هڅې روانې دي.
داپه داسې حال كې ده چې دځايي چارواكوپه ويناپه دې ولايت كې له ۲۲۶ښوونځيوڅخه ۱۶۸ښوونځي دزده كوونكو پرمخ تړل شوي اودا مهال يوازې ۵۹ب ښوونځي دزده كوونكوپرمخ پرانستي پاتې دي.