وخت خبري اژانس
ميدان وردگ ولايت
دتلې ٣مه
ميدان وردگو ولايت وياند ښاغلي آدم خان سيرت وخت خبري اژانس ته وويل: ددغه ښوونځي دبنسټ ډبره د نشه يې توكيو پر وړاندې د مبارزې وزير جنرال خدايداد او دميدان وردګ والي محمد حليم فدايى لخوا د يولړ مراسمو په ترڅ كې كيښودل شوه .
دسيرت په وينا، په همدې مهال دنشه يي توکيو پروړاندې دمبارزې وزير له خو ا ددې لپاره چې ميدان وردګ ولايت نشه يې توكيوله پلوه صفر دى، د يوميليون ډالرو نوره مرسته هم اعلان شوه.
دميدان وردګ والي محمد حليم فدايى دنشه يې توكيو پروړاندې دمبازې وزارت دغه نيك ګام وستايلو او زياته يې كړه چې ددغه ميخانيكي ليسې په جوړولو سره به د مسلكي او تخنيكي ظرفيتونواو كدرونو دستونزو په حل كې د ميدان وردګ له ولس سره مرسته وكړي.
دغه راز دنشه يې توكيو پر وړاندې دمبارزې وزير جنرال خدايداد د افغانستان اسلامي جمهور رييس (۹۹) يم فرمان چې دنوموړې ليسې په اړه صادر شوى وه ګډونوالو ته ولوستو.
ښاغلى وزير ددې ولايت مبارزه دنشه يې توكيو پروړاندې وستايله او د يوميليون نورو امريكايي ډالرو ژمنه يې وكړه چې ددې ولايت په واك كې به يې وركوي څو په دې ولايت كې دبيارغاونې بهير نور هم چټك شي.
ښاغلي سيرت وخت ته وويل: ((دغه ميخانيكي ليسه چې د بديل معيشيت پروګرام پراساس د نشه يې توكيو پر وړاندې دمبارزې وزارت په مالي لګښت د (۵۶۰،۶۸۸) زرو امريكايي ډالرو په لگښت په( ۳۰۰۰ )متره مربع ځمكه كې د( ۹) مياشتوپه موده کې د افغان جرمن شركت لخوا په ٢ (دوه) ودانيو كې جوړيږي .))
هغه زياته کړه ،دليسې لومړى ودانۍ به لس (۱۰) تدريسي خونې،(۲) د(زيرمتون )ګودامونو خونې، داستادانو،دمعلوماتو ، دانتظاراود ډيپارټمينټ خونې ولري.
دنوموړي په وينا، دليسې بله ودانۍ دليلي ودانۍ ده چې (۲۴) د اوسيدلو، (۲) د دفتر، (۲) ګودامونه خونې او نور داړتيا وړ اسانتياوې په لرلو سره په نوې او عصري سيستم جوړيږي.
ديادونې وړ ده چې ددې ترڅنګ مسجد، خوړنځاى(طعام خوري) او يو دكانفرانسونو تالار هم په پام کې نيول شوى دى.
خبر او اديت : دوخت خبري اژانس