Wednesday September 24, 2008
يوشميرتاريخي اثار،کندهار چارواکوته وسپارل شول
وخت خبري آژانس
کندهار ولايت
دتلې ٣يمه
دکندهارولايت يو تن اوسيدونکي ٤ قلمه تاريخي اثار چې له ده سره موجود ؤ نن د اطلاعات او فرهنګ رياست ته وسپارل.
ځاي چارواکي وايي چې دغه اثار دسردار محمد په نوم دکندهار ولايت د دريمې ناحيې اوسيدونکي لخوا څو ورځې وړاندې ددغه ولايت امنيه قوماندانۍ ته سپارل شوي ؤ نن رسماً دغه اثار دکندهار اطلاعات او فرهنګ رياست ته وسپارل شول.
دکندهارولايت د اطلاعات او فرهنګ رئيس عبدالمجيدبابى وخت خبري آژانس سيمه ئيز خبريال ته وويل:((دترلاسه شويو اثارو له ډلې څخه دوه يې داسلام څخه وړاندې تاريخي قدامت لري او دوه قلمه نور بيا له اسلام څخه وروسته تاريخي پير پورې اړه لري.))
نوموړي داهم ويلي چې دوه قلمه اثار دسپينو زرو دي او دوه نور بيا دفلزاتو دي چې نن د اطلاعات او فرهنګ په موزيم کې کيښودل شو.
د اطلاعات او فرهنګ رئيس ددغو اثارو د قميت په اړه څه ونه ويل او ترڅنگ يې داهم ونه ويل چې ياد شوي اثار سردار محمد له کوم ځايه ترلاسه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې يوه مجسمه دملي پوليسو لخوا د دوو تنو غلو سره لاس په لاس ونيول شوه چې دځايي چارواکو په وينا ارزښت يې دوه لکه افغانۍ ؤ .
خبريال _نثارجمال
ايډيټر _ صديقي
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 243
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : قانون منع گدايى تدوين گرديد پنجمین جشنواره ادبیات معاصر افغانستان آغاز ميگردد دبوستان ورځپاڼې خبريال خپل ژوند له لاسه ورکړ ورکشاپ پارلمانی پاکستان وافغانستان برگزارگردید2008-10-28 17:29 در بدخشان؛ وضعيت اطفال پرورشگاه نگران کننده است درهرات:سنگ تاريخى سرقت شده بدست آمد لوګرولايت سره؛١٨ لپ ټاپ کمپيوټرونو مرسته وشوه هلمندكې ښوونځي دجوړولو پرځاى ويجاړيږي دميدان وردګودميخانيک ليسې،بنسټ ډبره کېښودل شوه يوشميرتاريخي اثار،کندهار چارواکوته وسپارل شول