Monday June 22, 2009
په میدان وردگ ولایت کې دواليبال سیالې پاي ته ورسیدلې
وخت خبري آژانس
دمیدان ښار
دچنگاښ لومړۍ نیټه
په میدان وردگو ولایت کې دوالېبال سیالۍچې له تیرو څو ورځو راهیسي روانې وي، پرون د ملاخیلود لوبډلې په گټه پای ته ورسیدې.
دمیدان وردگو د والي ویاند شاهدالله صافي پر وینا دا سیالې د غبرگولې په ۳۲مه نیټه پیل شوې وي چې په کې دمیدان وردگ ولایت دمرکز او اړونده ولسوالیو لوبډلو گډون کړې و.
دصافي پروینا په نوموړیو سیالیو کې چې دبدنې روزنې او سپورت امریت په نوښټ او د نشې توکیوپر وړاندې دمبارزې ریاست په مالي لگښت جوړې شوې وی دمیدان وردگ ولایت اړونده ولسوالیو څخه شاوخوا ۴۰ لوبډلو برخه واخیسته و .
دصافي پروینا دلوبو په پایله کې پنځه غوره لوبډلې (سپین غر،ملاخیل،سلیمان فارس،نهرفولاد او بندچک ټیمونه) دنیمایې پای لوبو ته لاره پیداکړه.
هغه وایې ددې لوبو وروستې لوبه چې دملاخیلولوبډلې او نهرفولادلوبډلو ترمنځ ترسره شوه په ترتیب سره په کې ملاخیلو لوبډلې لومړۍ او دنهر فولاد ډلې دویم مقام ترلاسه کړ.
دغه راز نوموړ زیاتوې چې پدې لوبو کې دسپین غرلوبډلې دریم مقام غوره کړ.
دمیدان وردگو ولایت د سپورت آمریت دچارواکیو پروینا دوالیبال ددې سیالپو په لاره اچولو موخه ددې ولایت په کچه دیو منتخبې لوبډلي ټاکنه او دغه راز د ځوانانو د ټيمونو ټاکنه و.
په دغولوبوکې دوالیبال دفدارسیون لومړی مرستیال عطاء الله عفوري او دملي لوبډلې ترینرپاچاخان هم گډون کړې و.
د سیالیو په پاي کې ددې ولایت دسپورټ آمریت لخوا گټونکې لوبډله په مډالونه،او دقهرمانې په جام ویاړل شوه.
دغه راز د سیالیو په پاي کې په شاوخوا ۲۴۰ لوبغاړو باندې دسپورت جامي او اړونده نور تحایف وویشل شول.
نصیر احمد په کابل کې دوخت دورزش د برخي خبریال
ایډیټ : طیب
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 284
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : په میدان وردگ ولایت کې دواليبال سیالې پاي ته ورسیدلې تیم فوتبال با کسب مقام دوم به کشوربرگشت ورزشكاران كاراته باميان مدالهاى طلا ونقره گرفت افغانستان پر له پسې دريمه لوبه هم وگټله يوناما،كركټ ټيم ته دلرې واټن څخه كنفرانس چمتو كوي افغانستان كركټ ټيم خپله څلورمه لوبه وگټله تيم ملی کرکت افغانستان عازم ارجنتاین شد تیم بزکشی فاریاب برنده مسابقات شناخته شد چارتیم فوتبال از زون های کشور به دور نیمه فاینل رسیدند آغاز مسابقات انتخاباتی والیبال دختران در شهرکابل