سایت خبری وخت
Wednesday October 29, 2008

په خوست کې دکرکټ لوبغاړو تود هرکلۍ وشو
وخت خبري آژانس
خوست ښار
دعقرب اتمه
 

دخوست ولايت زرګونو اوسيدونكيو، دغه ولايت ته دنوروز منګل اونورعلي ځدران د راتګ تود هر كلى وكړ.

دوى په داسې حال كې خوست ښار ته راننوتل، چې د دغه ولايت زرګونه اوسيدونكي او ځايي چارواكي يې له ګلونو او هارونو سره هركلي ته ولاړ وو.

د كركټ افغان اتلانو ته راوتلو خوستيانو له غبرګو ډوولونو سره اتڼونه كول او د نوروز منګل او نورعلي ځدراڼ په غاړو كې يې د ګلونو هارونه واچول.

وروسته د خوست ښار د جرګو په تالار كې په همدې وياړ غونډه وشوه.

خوست والي ارسلا جمال دې غونډې ته وويل، چې دوى په هر هغه چا وياړي چې د افغانستان ملي بيرغ يې په نړيواله كچه پورته كړى او افغان ولس وياړ وربښلى.

ده په ځانګړې توګه د نوروز منګل او نورعلي ځدران نومونه په دې ياد كړل، چې د ده په خبره دا د همدې سيمې اوسيدونكي دي.

نوروز او نورعلي د افغانستان له ټول ولس او په ځانګړې توګه خوست مېشتو څخه مننه وكړه، چې د دوى په هڅونه او برياليتوب كې يې له اټكل وتلې ونډه اخېستې ده.

د غونډې په وروستۍ برخه كې خوست  والي ارسلاجمال او خوست ښاروال انجنير سخي مير الله اميري، نوروز او نورعلي ته ته په خوست ښار كې د يوې، يوې نمرې ځمكې د ملكيت سندونه وركړل او  د خادم په نوم د يوه ساختماني شركت مسؤولينو  سل زره افغانۍ وركړې.

ځينو عامو خوستمېشتو هم نوموړو ته د پښتني دود له مخې لنګۍ ور په سر كړې.

 

د يادولو ده، چې د كركټ ګټنې دې جشن كې د كركټ د بېلابېلو لوبغاړو تصويرونه د لارو په اوږدو كې ځړول شوي وو، خو زيات تصويرونه د ارواښاد رحمت ولي مسرور هم وو، څوك چې څه موده وړاندې په خوست كې د بهرنيو ځواكونو له خوا په خپل كور كې ووژل شو.

نوموړى په دوه زره شپږم كال كې د افغان كركټ ملي لوبډلې كپټان ؤ.

 
خبريال: الهام خوستى



پرینت گرفته شده از :
http://www.wakht.com/cat-11/007166.php