دخوست ولايت زرګونو اوسيدونكيو، دغه ولايت ته دنوروز منګل اونورعلي ځدران د راتګ تود هر كلى وكړ.
دوى په داسې حال كې خوست ښار ته راننوتل، چې د دغه ولايت زرګونه اوسيدونكي او ځايي چارواكي يې له ګلونو او هارونو سره هركلي ته ولاړ وو.
د كركټ افغان اتلانو ته راوتلو خوستيانو له غبرګو ډوولونو سره اتڼونه كول او د نوروز منګل او نورعلي ځدراڼ په غاړو كې يې د ګلونو هارونه واچول.
وروسته د خوست ښار د جرګو په تالار كې په همدې وياړ غونډه وشوه.
خوست والي ارسلا جمال دې غونډې ته وويل، چې دوى په هر هغه چا وياړي چې د افغانستان ملي بيرغ يې په نړيواله كچه پورته كړى او افغان ولس وياړ وربښلى.
ده په ځانګړې توګه د نوروز منګل او نورعلي ځدران نومونه په دې ياد كړل، چې د ده په خبره دا د همدې سيمې اوسيدونكي دي.
نوروز او نورعلي د افغانستان له ټول ولس او په ځانګړې توګه خوست مېشتو څخه مننه وكړه، چې د دوى په هڅونه او برياليتوب كې يې له اټكل وتلې ونډه اخېستې ده.
د غونډې په وروستۍ برخه كې خوست والي ارسلاجمال او خوست ښاروال انجنير سخي مير الله اميري، نوروز او نورعلي ته ته په خوست ښار كې د يوې، يوې نمرې ځمكې د ملكيت سندونه وركړل او د خادم په نوم د يوه ساختماني شركت مسؤولينو سل زره افغانۍ وركړې.
ځينو عامو خوستمېشتو هم نوموړو ته د پښتني دود له مخې لنګۍ ور په سر كړې.
د يادولو ده، چې د كركټ ګټنې دې جشن كې د كركټ د بېلابېلو لوبغاړو تصويرونه د لارو په اوږدو كې ځړول شوي وو، خو زيات تصويرونه د ارواښاد رحمت ولي مسرور هم وو، څوك چې څه موده وړاندې په خوست كې د بهرنيو ځواكونو له خوا په خپل كور كې ووژل شو.
نوموړى په دوه زره شپږم كال كې د افغان كركټ ملي لوبډلې كپټان ؤ.