ناڅرګندو وسله والو دپكتيكا ولايت دالمپيك آمرله تښتونې وروسته وژلى او پرده د بريد پرمهال د ده يو ځوان ځوى هم ټپي شوى دى.
د پكتيكا ولايت امنيې قوماندان دولت خان ځدران په وينا نوموړى تېر ماښام د ښرنې روغتون ته دناروغو خپلوانو پوښتنې ته ورغلى ؤ او کور ته د ستنيدو پروخت ناڅرګندو كسانو لومړى وتښتاوه او بيا يې وواژه.
قوماندان وايي، چې په دې پېښه کې دډاکټر علي خېل يو ځوان زوى ټپي شوى هم دى.
د سيمې خلك وايي، چې دپکتيکا دالمپيک نوموړى امردوه کاله وړاندې دناڅرګندو کسانو له خوا وېشتل شوى او ټپي شوى ؤ او د باګرام په روغتون کې له درملنې وروسته يې بېرته په خپله دنده پيل وکړ.
د احمدشاه په نوم دده يو پنځه ويشت کلن وراره هم څه وخت وړاندې دناڅرګندو کسانو له خوا وژل شوى ؤ.
تر اوسه دده د وژنې مسؤوليت هم چا پرغاړه نه دى اخېستى.
بل خوا دپکتيکا ولايت په مټاخان ولسوالۍ کې هم يو ځايي کس دناڅرګندو کسانو له خوا وژل شوى دى.
ددې پېښې په تور هم نه تر اوسه څوک تورن شوي او نه يې هم چا دوژنې مسؤوليت اخېستى دى.