وخت خبرى آژانس
خوست ولايت
كله چې د خوست اوسيدونكي او په ځانګړي ډول ځوانان پدې خبر شول چې يوتن افغان لوبغاړي په چين كې د المپيك د لوبوپه لړكې د تكواندو په برخه كې د برونزو مډال وګاټو نو په دغه ولايتكې د پيوستون كلتوري اوخپرندويه ټولنې غړو په بيړني ډول د خوست ځوانان د ښار په يوه لوى پارك كې راټول كړل او په همدې وياړ يې د خوښى څرګندولو لپاره اتڼونه پيل كړل.
د خوست ولايت د المپيك امريت اړوند د واليبال فدراسيون مشر زمرى سيلاني وخت خبريال ته وويل دوى په همدې وياړ د اتڼو نو كولو ترڅنګ د خوست ښار د ببرك خان پارك ته څېرمه د وليبال سيالۍ هم جوړې كړې چې د مركز اړوند د خوست ټولو ولسواليو د واليبال لوبډلو پكې برخه واخسيته.
په خوست كې د اسدالله نصرت په نوم يوتن ديني عالم چې واليبال ته د تماشې په موخه راغلى و، وويل چې افغانان ډېره باشجاعته ميړني او سرښيندونكى ولس دي.
ده له نړيوالو وغوښتل چې د افغانانو د ارام او هوسى ژوند لپاره هڅې وكړې ، د ده په خبره كه څوك افغانان په کرار پرېږدي او له زور ولو او كړولوڅه يې لاس واخيستل شي او د دې ترڅنك د غربت څخه خلاص شي نو لېرې نه ده چې ډېر ځوانان به د المپيك اوپه نورو لوبوكې ګران هيواد افغانستان ته وياړونه وګټي.
د خوست د پوهنې رياست يوتن مدير قمرخان كامران وايي داچې افغاني ځوان روح الله نيکپاد افغانستان لپاره وياړ ګټلى او د دې هيواد بيرغ يې په برياليتوب سره رپولى دى ، د خوست ځوانان پرې ډېر افتخاركوي او له دولت او نړيوالو غواړي چې د المپيك كميټې ته پاملرنه وكړي چې د هيواد په ګوټ ګوټ كې بااستعداده ځوانان پيداكړي او بيا يې وروزي.
محمدكريم امين چې تازه له عربي اماراتو څخه خوست ته راستون شوى وايي چې زموږ د هيواد په ډېرو برخوكې داسې ځوانان شته كه د ده په خبره سم وروزل شي هريو به يې المپيك ته لار بيا مومي.
دى وايي چې كله زموږ ځوانان د لوبو په يوه برخه كې لږ پرمختګ وكړي نو د غريبۍ له لاسه ياعربي هيوادونو ته په مزدورۍ پسې ځي او ياهم په هيواد كې دننه د روزۍ پيداكولو په لټه كې شي ځكه خو يې استعداد ترخارو لاندې شي.
خبريال: الهام خوستى
ايديت: وخت خبرى آژانس