په هغه نیمه پایلوبه کې چې نن د افغانستان او د نیپال ملی لوبډلې تر منځ ترسره شوه، د افغانستان ملی لوبډلي خپل سیال نپیال ته په ۳۵ منډو ماته ورکړه او په دی توګه ددغه لوبو څلورم پړاؤ کې یې خپل ګډون باوری کړ .
همدار راز په دوئمه نیمه پایلوبه کې د جررسی ټیم د متحده ایالاتو ملی لوبډله ته په ۸۲ منډو ماته ورکړه او په دی توګه دواړه افغانستان او جرسی لوبډلي د دغو لوبو څلورم پړاؤ ته ورسیدلي.
په څلورم پړاؤ کې به افغانستان د ایټالیا ، تنزانیا، هانګ کانګ، جرسي او فی جی شامل دی.
ټاکل شوي ده چې د څلور م پړاؤ لوبې به د کال په وروستیو کې د سیالو لوبډلو تر منځ ترسره شي .
هر هغه دوه لوبډلي چې د نیمه پایلوبو ګټوونکې شی، د ۲۰۱۱ کال د نړایوال جام په سیالیو کې به ګډون وکړي .