د بر تانیې په ټاپو جررسی کې د ترسره کیدونکې د کرکټ د نړایوالي شورا په نیمه پای په لوبه کې د افغانستان ملی لوبډله نیپال ته په ۳۷ منډو ماته ورکړه .
په دغه لوبه کې افغانستان کپتان پچه وګټله او لومړی یي د لوبي فیصله وکړه . د افغانستان ملی لوبډله کې : کپتان نورز منګل ، کریم صادق ، نور علی ، رئیس احمدزی ، احمد شاه احمدی ، محمد نبی عیسی خیل ، اصغر ستانکزی ، سمیع الله شنواری ، هستي ګل عابد ، دولت احمد زی او حمید حسن شامل ؤ .
د افغانستان لخوا کیڼ لاسې احمد شاه او ښې لاسې کریم صادق لوبه پیل کړه ، کریم صادق په ۱۸ منډو ، احمد شاه احمدی د ۱۰ منډو په ترسره کولوسره وسوځیدل ، نورعلی په صفر ، نورز منګل ۷ ، ستانکزي ۱۸ ، محمد نبی عیسی خیل ښه لوبه ترسره کړه او ۴۸ منډې یی جوړي کړي . همدا راز رئیس احمدزی ۲۲، سمیع الله شینواري ۱۱، هستی ګل ۱ نمری ،حمید حسن صفر او دولت احمدزی ۱ منډه جوړه او تر پایه و نه سوځیده . او په دی توګه د افغانستان ټول لوبغاړې په ۴۹،۳ اورونو کې د ۱۴۲ منډو په ترسره کولو وسوځیدل .
که څه هم د باران له کبله د لوبی میدان لوند شوی ؤ او په دغه لوبغالې کې لوبه کول ستونزمن وو ، خو بیا هم د افغانستان تو پ وهونکو ښه منډی جوړي کړي .
د ملی ټیم روزنکې تاج ملوک د لوبی د پیل کیدو څخه تر مخه ویلی ؤ، کچیري د افغانستان ټیم ۱۲۰ نمروپه شاوخواکې یو هدف د نپیال ټیم ته ورکړ، نو د به د سیالي لوبډلي لپاره یو ګران هدف وي .
د نپیال لوبغاړي ګوچن او ریګنی دواړو ۳، ۳ لوبغاړي ، داس ۲پردان ۱ او محبوب عالم چاچی د مو زنبیق پر خلاف ۱۰ لوبغاړي سوځولي ؤ په دغه لوبه کې د افغانستان یواځی یو لوبغاړی وسوځواه .
د نیپال توپ وهونکو و نه شو کولاي چې د افغانستان د توپ ویشتونکوپه مقابل کې ځان په میدان کې ټینګ کړي او ددوی یواځی ۴ لوبغاړو وکولایی شول چې د لسو څخه زیاتي منډي جوړي کړي . او په دی توګه د نیپال ټول ټیم ۴۵،۵ اورنوکې د ۱۰۵ منډو په جوړولو سره وسوځیدل . د افغانستان لوبغاړي دولت احمدزي ۳ ، هستی ګل عابد او حامد حسن او نبی عیسی خیل د نپیال دوه دوه اواحمد شاه احمدی یو لوبغاړی وسوځواه .
او په دی توګه د افغانستان ملی لوبډلي دغه لوبه په آسانی سره وګټله .