Wednesday December 23, 2009
کندهار کې یو روغنتون ګټی اخستنی ته چمتو شو
وخت خبری آژانس
کندهار ولایت
دمرغومی ۲مه
په کندهار ولایت کې د لوی بالا کرز په سیمه کې یو روغتون د۱۴۶زرو امریکایی ډالرو په لګښت نن پرانستل شو.
ددغه روغتون د پرانستلو پر مهال د کندهار ولایت د دولتی چارواکو ترڅنګ قومی مشرانو او ولایتی شورا غړو هم ګډون درلود.
د کندهار ولایت دعامی روغتیا رییس ډاکټر عبدالقیوم پخلا په دی مراسیموکی د خپلو خبرو په مهال وویل:((دا روغنتون د۱۴۶ زرو امریکایی ډالرو په لګښت د پک اداره په مالی مرسته جوړشوی چی ددی سیمی د ۶۰ زرواوسیدونکو ستونزی به حل شی.))
نوموړی زیاته کړه دغه روغنتون د ۷ میاشتو روسته ګټی اخستنی چمتواو په ټولو اړوند وسایلو سمبال ده چی د اوپیدی،ګوش ګلو اونسایی ولادی مریضانو درملنی پکی کیږی.
ددی سیمی اوسیدونکو هم ددی روغنتون په جوړیدو خپله خوښی څرګنده کړه ددی سیمی یوتن اوسیدونکی حاجی نوراحمد وایی چی موږمخکی دډیرو مشکلاتو سره مخامخ وه او خپل مریضان به مو د کندهار ښارته د علاج لپاره وړل خو ددی روغنتون په جوړیدو به زموږ ستونزی له منځه ولاړی شی او ددی سیمی خلک به پخپله ددی روغنتون ساتنه وکړی.
ددی سیمی یوتن بل اسیدونکی محمد حافظ هم وایی چی موږ حاضر یو چی دسر او مال په تاوان ددی روغنتون ساتنه وکړو او موږ ددولت څخه غواړو چی په دی سیمی کی برق هم تنظیم کړی ترڅو ددی خلکو ستونزی نورهم حل شی.
دیادونی وړده چی یوه میاشت وړاندی د کندهار ولایت د دامان په ولسوالی کی یوروغنتون د نامعلومووسله والوله خوا سوځول شوی وه.
خبریال:نثارجمال
اډیت: اسد حکیمزی
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 189
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : کندهار کې یو روغنتون ګټی اخستنی ته چمتو شو دربغلان ۲۱پروژه همبستگى ملى به بهره بردارى سپرده شد برنامه همبستگى ملي دربلخ ۹۵درصد تكميل گرديده است په ميدان وردګو کې د ٢٦٢ ميليون ډالرو په لګښت نوي پروژې پيلیږې شبکه فایبرنوری دربندرحیرتان افتتاح شد له کابل څخه میدان ښارته د۶ میگاواټه برېښنا وغزول شوه در بادغیس ۱۴ کیلومتر سرک بازسازی شد درکنر۳۴پروژه عام المنفعه به بهره برداری سپرده شد