په ميدان وردګ ولايت كې دكليواو پراختيا وزارت دملي پيوستون دپروګرام (۲۵) پروژې د دغه ولايت په بهسود ولسوالۍ كې دتلې دمياشتې په لومړۍ نيټې ګټې اخيستنې ته چمتو شوې.
دميدان وردگو ولايت دمطبوعاتي دفتر مسؤول ادم خان سيرت وخت خبري آژانس ته وويل)):په دغو پروژو كې يوښونځى، شپږفرعي سركونه،اته سولر(لمريزه بريښنا)، يوكانال دوه پلچكونه،دپنځوكاريزونو پاكول او يوه داوبو ذخيره شاملي ده.))
دښاغلي سيرت په وينا نوموړې پروژې د كليو د بيارغاونې او پراختيا وزارت له بوديجې څخه د(۱۸۹۷۱۵۵۵) افغانيوپه لګښت او دخلكو په سلكو كې دلسو۱۰% افغانيوپه ونډه اخيستلو سره دهمكارې موسسې (سويډن كميټې) لخوا بشپړې او ګټه اخيستلو ته چمتو شوي دي.
ددغه ولايت دوياند په وينا، ددغو پروژو څخه به (۱۲۵۳۴) كورنۍ ګټه واخلي، ديادونې وړ ده چې يومياشت مخكې هم دكليو پراختيا وزارت دملي پيوستون پروګرام له مخې دميدان وردګ ولايت په اړونده ولسواليو كې (۴۱) پروژې ګټې اخيستنې ته چمتو شوې وى او په پام كې ده چې په نږدې راتلوونكې كې به دا ډول نورې پروژې ګټي اخيستنې ته چمتو شي.