Wednesday September 24, 2008
٣٣ مليونه افغانيو په ارزښت دپروژوقرار داد لاسليک شو وخت خبري آژنس
ننگرهار ولايت
دتلې ٣يمه نيټه
دکليو پراختيا او بيارغونې وزير احسان ضيا نن دننگرهار ولايت ته ديوه ورځني سفرپه ترڅ کې د ٣٣٣٤٦٩٨٨ افغانيو په ارزښت د ١٥ انکشافي پروژو قرار دادونه له خصوصي شرکتونو سره لاس ليک کړ.
دکليو پراختيا او بيارغونې وزير احسان ضيا نن له غرمې وړاندې دننگرهار ولايت ته په ورتگ سره د يوې خبري غونډې پر مهال خبريالانوته د پورتني مطلب دڅرګندولو تر څنګ وويل: ((دشاوخوا ٥ مليونو افغانيو په ارزښت يې شوراگانو لخوا د ٣٤ حلقو څاگانو د کيندلو او تجهيزولو قراردادونه هم لاس ليک شول.))
احسان ضيا په دغه خبري غونډه کې وويل:(( د رغونې او بيا رغونې ٧٦ پروژې دملي پيوستون په مټ ٧٧٢٦٤٣٣٦ افغانيو په ارزښت دننګرهار ولايت په مرکز او ١٥ ولسواليو کې په لاره اچول شويدي.))
ضيا زياته کړه چې پدغو پروژو کې د سړکونو ،پلونو ،سربندونو، اوبو بريښنا او داوبو رسولو شبکې شاملې دي.
دى وايي ددغو پروژو له لارې ١٤ زره کورنۍ ګټه پورته کوي.
دکليو پراخيتا او بيارغونې وزير وايي چې تراوسه په دغه ولايت کې ١٦٤١ پروژې چې ټول لگښت يې ١٠٨١٨٥٨٢٧٧ افغانۍ کيږي منظور شوې دي چې له هغو څخه د٨٣٣ پروژو د رغاولو چارې بشپړې او پر ٨٠٨ پروژو دا مهال کار روان چې په هغو کې ځينې د بشپړيدو په حال کې دي.
احسان ضيا وايي دغه وزارت همدغه راز د کار په بدل کې دخوراکي توکو د ويش له لارې ٢٤پروژې په لاره اچولې دي چې د ٢٢ پروژو کار يې بشپړ او پر ٢ پروژو دا مهال کار روان دى.
ضيا زياتوي چې ددغې پروژې له لارې تر دې دمه په ٢١ ولسواليو کې ١٢٢٢٠تنو کاريگرانو ته دکار په بدل کې ١٨٠٧.٥٣ متريک ټنه خوراکي توکي ويشل شوي دي.
خبريال _طاهرخان ساپى
ايډيټ _ صديقي
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 244
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : سیب به نرخ شلغم شد دربلخ؛ يک پارک صنعتى گشايش يافت هزاران فاميل درهرات ازبرق مستفيد ميشوند برای بیش از 5 میلون افرادزمینه شغل ایجاد می شود 100 فامیل قالین باف کمک دریافت نمود په ميدان وردگو کې د٢٥ پروژو کاربشپړشو افغان بيسيم وزارت حج و اوقاف را مساعدت کرد ٣٣ مليونه افغانيو په ارزښت دپروژوقرار داد لاسليک شو پكتيا كې دكلدارو مخه نده نيول شوې وعده وزيراحياو انکشاف دهات به مردم ولايت فارياب