سر خط اخبار     

In English
- 2009-08-29 15:04 Embassy Statement on Elections Process
WNA) Aug 29 : Embassy Statement on Elections Process
- Suicide Attack in Eastern Afghanistan wounded six civilians
(WNA) March 1, 2009 – Nangarhar: A suicide attack on Jalalabad-Torkhum highway next to the Army crops headquarter entrance in the capital city of Jalalabad went today and caused injuries to six civilians, an official said.
- Cheshti International Seminar, Holds in New Delhi
New Delhi- INDIA 21 February, 2009: (WNA) Two days International Seminar on Khwaja Moin-u-ddin Cheshti was inaugurated today in Jamia Millia Islamia of New Delhi
- Cheshti International Seminar, Holds in New Delhi
New Delhi- INDIA 21 February, 2009: (WNA) Two days International Seminar on Khwaja Moin-u-ddin Cheshti was inaugurated today in Jamia Millia Islamia of New Delhi
- Nabi inspires Afghanistan to fourth successive victory
Kabul -- 08 Oct,2008 (Wakht News Agency): Nabi inspires Afghanistan to fourth successive victory .Mohammad Nabi was once again the hero for Afghanistan when he helped his side take a step closer to the ICC Cricket World Cup 2011with an excellent all-round performance in Dar Es Salaam on Wednesday.
- Japanese kidnapped engineer was found dead in Eastern Nangarhar Province
NANGARHAR- 27 August 2008(Wakht News Agency): His body was found in a mountainous area, outside of Khewa District of Eastern Nangarhar Province, after being reportedly being kidnapped around 6:30 am local time on August 26.
- 24 Civilians Killed in Nato-Led Operation in Eastern Afghanistan
MAHTARLAM] At least 24 civilians, including women and children, were killed during a NATO-led International Security Assistance Force (ISAF) raid in the mountainous areas of Mahtarlam, capital of Eastern Laghman province, according to local residents
- HIV risks are high in Afghanistan
KABUL (Wakht News Agency): The prevalence of HIV is low in Afghanistan, but the potential risk factors for the spread of the disease remains high, the Public Health Ministry said in statement on Monday.
- A School head masters assassinated in Jowzjan province
JAWZJAN-(Wakht News Agency): Shir Nazar, the head-master of (Menlay) school was gun down in Faizabad district of Jawzjan province, when he was on the way to his home, by unidentified gunmen on motorbikes, said an official.
- MEW officials: 24 hours electricity will be restored to Kabul
KABUL- (Wakht News Agency): Islamic Republic of Iran donated two new solar energy supplier machines with a capacity of 50 Megawatt (MW), to Kabul Water and Energy department, said an official here on Monday.
Saturday August 23, 2008
پكتيا كې دكلدارو مخه نده نيول شوې
وخت خبري اژانس
پکتيا ولايت
دزمري مياشت
 

څوځل دولت دكلداروپه  چلښت په پكتياولايت كې كلك بنديزونه ولګول خودې كارډېركم دوام پيداكړ ان كله كله خويې دجريمې په بڼه ځينې دكانونه هم وتړل،خودكلدارو دچلښت مخه يې ونه شوى نيولى.

دغه ولایت چی له ګاونډی هیواد پاکستان سره اوږده ګډه پوله لري اوزيات شمېر هټۍ وال ېې خپل مالونه له همدې هيواد څخه رالېږدوي له مركز ګردېز څخه لرې پرتو ولسواليوكې خو بيا داسې خلك هم شته چې لا دافغانۍ مخ هم نه دى ليدلى.

دپكتیا مركز ګردېزښاریوتن قصاب چی ځان شربت قصاب راپیژني او دګردیز ښارټولو قصابانو له پاره غوښته توزیع کوی بیا دکلدارو د چلښت پړه پر ولس وراچوي  اووايي كه هرڅوك له هره ځايه هرڅه رالېږدوي نوداخو پدې معنى نه دي چې موږ دې دهغه هيواد په پيسو وپلورو موږ بايد خپلې افغانۍ دنورو له ديناراوډالر نه هم لوړې وګڼو.

ده داخبره په داسې حال كې كوله چې په لاسوكې ېې دپاكستانيو پنځه زريزولوټونو بنډل وه اوحسابول ېې نوموړي ددې پوښتنې په ځواب كې چې دى ولې له ځان سره پاكستانۍ روپۍ ساتي وويل: ((موږسره ېې څوك نه مني كنه موږ به ټوله راكړه وركړه په خپلو افغانيو كوله خوزموږ غټه ستونزه له دې نه جوړه ده هغه قصابان چې له موږ نه غوښه وړي هغه په كلدارو راكړه وركړه كوي نوموږ ته هم دحساب پرمهال دافغانيو پرځاى كلدارې راكوي.))

دپكتياولايت مركز ګردېز ښارپه غزني لين كې دزرمت هوټل مالك ميرويس چې له يوه كس نه ېې زموږ له ورتګ سره سم پاكستانۍ كلدارې واخيستې وايي:((كه ټوله زمه واري په ولس وراچوو ددې پرځاى چې افغانۍ موچلولې وي ولس به موله ستونزوسره مخ كړى وي ترهغو چې دولت داسې يوه تګلاره جوړه نه كړي چې راكړه وركړه په خپلو لوټونو وشي نو عام وګړي نه شي كولاى چې دې لوري ته پام ورواړوي.))

يوازې ميرويس نه دى چې وايي دولت دې دخپلوپيسو له پاره سالمه تګلاره جوړه كړي دګردېز په ښاركې يو تن چې  ديوه پلورنځي مخ ته ولاړدى غواړي دخپل كور لپاره څه سود سودا واخلي ځان موسى او داحمدابا ولسوالۍ اوسيدونكى راپیژني ددې پوښتنې په ځواب كې چې افغانۍ ولې له دومره ارزښت سره سره بياهم خلك نه چلوي؟وويل:((تر هغو چې دولت دكلدارې مخه په يوه سالمه پاليسي ونه نيسي نه شي كېداى چې په دې

سرحدي ولايت كې  افغانۍ په اساني سره دراكړې وركړې جوګه شي.)) ده هغې خبرې ته هم په خپلوخبروكې اشاره وكړه چې دولت څوځل د بهرنيو پيسوپه بدل كې دتوكيو په رانيولو بنديز لګولى ووخو هغه هڅې ېې ډېرژر بيا ځكه ناكامې شوې چې ،ددولت كسانو به په خپله توكي په كلداروپه دې خاطر رانيول چې ارزانه ورته پریوتل.

منیرخان چې ځان د ګردیز ښار اوسیدونکی او دعامې روغتیا مامور ښیی مني چې اکثره دولتی مامورین او نور دولتی چارواکی معاش په افغانیو اخلي خو راکړه ورکړه په کلدارو کوی.

نوموړی وایی:((زموږ معاش کم دی د افغانیو په پرتله خوراکي او نور توکي په کلدارو ارزانه راته پریوځی.))

داچې ولې په ټوليزډول دكلدارو دچلښت مخه نه نيول كيږي دپكتيا سرپرست والي عبدالرحمان (منګل ) یې په اړه وایی: ((داستونزه په ټول هيوادكې شته يوازې په پكتياكې نه ده چې مخه ېې ونيول شي كه له هغه سره ېې مخه ونيول شي. ‎))

نوموړي بیا دغه کار په مرکزي دولت پورې تړی او وایی چې پدې برخه کې باید په ملی کچه کار وشي نه په محلی کچه او دیو بنسټيز پلان په جوړولو دې کار وشي چې هم عام وګړیو او سوداګرو ته ګټور وي.  

منګل دښارداوسېدونكيودا ادعا چې ګواکې دراکړې ورکړې پروخت دافغانيو له كمښت سره مخ كيږي نه مني او وايي:(( داددوى ادعاوې دي چې كوي ېې دوى دې ته اړ دي چې د خپل هیواد بانك نوټونه وكاروي.))

 دپکتیا ولایت مستوفي مفاد(ځير) بیا پدې اړوند داسې وايي:((انقلاب سرته نه دى رسېدلى اصلاحات به په ټولو چاروكې راځي او راولو به ېې خپلې كرنسۍ ته به دعوامو ذهن جوړووداچارې يو په يو نه شي كېدلى وخت په كاردى چې موږ دخپلې كرنسۍ له پاره بازار پيداكړو.))

که له یوې خوا هغه تاجران چې له ګاونډي هیواد پاکستان څخه خپل توکي په کلدارو اخلي او دلته یې په کلدارو پلوري په ګټه کې دي له بلې خوا بیاد هغو دوکاندارانو او سوداګرو ستونزه پرځای پاتې چې خپل پرچون مال او عمده توکي له کابل او یا ایران څخه په افغانیو اخلي او په افغانیو یې پلوري .

 

خبريال : اجمل (مسعودزى) په پکتيا ولايت کې دعامه اړيکو او رسنيو دورکشاپ گډونوال.

اډيټ    : صديقي

اندازه متن : [ بزرگتر ] [ کوچکتر ]
تعداد بازديد : 364
نسخه مناسب چاپ
ارسال به یاهو مسنجر
ارسال به ديگران »

دیگر عناوین :
سیب به نرخ شلغم شد
دربلخ؛ يک پارک صنعتى گشايش يافت
هزاران فاميل درهرات ازبرق مستفيد ميشوند
برای بیش از 5 میلون افرادزمینه شغل ایجاد می شود
100 فامیل قالین باف کمک دریافت نمود
په ميدان وردگو کې د٢٥ پروژو کاربشپړشو
افغان بيسيم وزارت حج و اوقاف را مساعدت کرد
٣٣ مليونه افغانيو په ارزښت دپروژوقرار داد لاسليک شو
پكتيا كې دكلدارو مخه نده نيول شوې
وعده وزيراحياو انکشاف دهات به مردم ولايت فارياب